د افغانستان په جنوب کې د ناټو یو عکسر ووژل شو

په افغانستان كې نړيوال سوله ساتي ځواكونه وايي، چې يو پوځي يې په افغانستان كې وژل شوى دى.

د ايساف ځواكونو په كابل كې په يوه خبر پاڼه كې ويلي، چې دغه سرتيرى پرون د افغانستان په جنوب كې په يوه چاودنه كې وژل شوى دى.

د دغه پوځي د هويت او د چاودنې د ځاى په اړه څه نه دي ويل شوي.

د روان ميلادي كال د پيله تر اوسه د ناټو د وژل شوو عسکر شمېر ۱۷۱ تنو ته رسیږي. پروسږ کال ټول ۵۲۰ بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوی وو.

همدارنګه افغان او نړيوال ګډ ځواكونه وايي، چې په هلمند ولايت كې يې د نشه يي توكو يوه لويه زېرمه نيولې ده.

په كابل كې د نړيوالو ځواكونو قومنداني وايي، چې دغه نشه يي توكي د هلمند ولايت په خانشين ولسوالۍ كې د دوو تنو سره يو ځاى نيول شوي دي.