د پاکستان او هند صدراعظمان به سباته بوتان ته لاړشي

د پاکستان او هند صدراعظمان به سباته په بوتان کې د سیمه ایزې سرمشریزې په څنګ کې سره خبرې وکړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پلان شوېو خبرو تایید وکړ، خو د اجنډا په اړه جزیات ورنه کړل.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او دهند صدراعظم من موهن سینګ د جنوبي اسیا د هېوادونو سارک په سرمشریزه کې د ګډون لپاره په بوتان کې دي. هند پرمومبیی د ۲۰۰۸ کال له حملو وروسته له پاکستان سره خبرې ودرولې.

په دی حملو کې چې شاو خوا ۱۷۰ کسان ووژل شول مسولیت یې هند په پاکستان کې پرسخت دریځو وسله والو واچاوه.

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ کال له بریتانیا څخه د خپلواکي له اخیستو راهیسي درې ځلي جګړه کړی ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو دوام د سیمي د ثبات لپاره ډیرمهم دی.