په كندهار كې وسلوالو يو قومي مشر وواژه

وسلوالو كسانو نن سهار د كندهار په ارغنداب ولسوالۍ كې يو قومي مشر وواژه.

د ارغنداب ولسوال عبدالجبار ازادۍ راډيو ته وويل، وسلوالو قومي مشر او د ارغنداب ولسوالۍ د شورا غړى عبدالرحمن په خپل كلي كې په ډزو وواژه.

هغه د پيښې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله خو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په كندهار كې په دې وروستيو كې په پرله پسې توګه قومي مشران او لوړ پوړي دولتي چارواكي ووژل شول.

ملګرو ملتونو هم د ناامنيو له امله له كندهار ښار نه خپل بهرني كاركوونكي ويستلي دي.

بل خوا افغان دولت وايي، په دغه ولايت كې د امنيت د ټينګولو لپاره په يوه نوي پلان كار روان دى.