د برازيل د بهرنيو چارو وزير، چې هېواد يې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دايمي غړى نه دى، پرون د ايران د اټومي پروګرام په اړه وويل، چې د دې پروګرام هدف پوځي نه دى.
سيلسو اموريم دا خبرې په داسې حال کې په تهران کې وکړې، چې پر ايران د دې هېواد د اټومي پروګرام له کبله د نړۍ قدرتونه د ملګرو ملتونو په مرسته پر نويو بنديزونو سلا شوي دي.
اموريم دغه راز له تهران او د نړۍ له قدرتونو وغوښتل، چې د اټومي سونګ موادو د معاملې په برخه کې، چې له څو مياشتو راهيسې ځنډول شوې، له ځانه نرمښت وښيي.
د دې معاملې له مخې تهران ته، په ټيټه کچه د غني شوېو يورانيمو په بدل کې، د اټومي تحقيقاتو لپاره د سونګ مواد ورکول کېږي.