د روسیې سمندري اډه تر ۲۲ نورو کلونو په اکراین کې پاتیږي

د اکراین پارلمان هغه موافقه تصویب کړه چې له مخې یې د روسیې سمندري اډه د اکراین په کریمین ټاپوزمه کې تر دوه زره دوه څلویښتم میلادي کاله پاتیدای شي.

د پارلمان دوه سوه اته دیرش غړیو موافقه رایه ورکړه چې له دوه سوه شپږ ویشت رایو چې تصویبیدو ته پکار وې بیا هم لس رایي زیاتې وې.

د اکراین د پارلمان رییس ولادیمیر لیتفین پارلمان ته نتیجه اعلان کړه:

((د دوه سوه شپږ دیرش موافقو راییو له مخې پریکړه تصویب شوه. لطفا واورئ دوه سوه شپږ دیرش موافقې رایي دی او پریکړه تصویب شوه))

د راییو پر سر د وکیلانو تر منځ اختلافات راپیدا شول او د پارلمان د ودانۍ بهر په زرګونو کسانو د دې پریکړې پرضد مظاهره وکړه.
په روسیه کې له څلورسوه پنځوس راییو څخه څلور سوه لسو موافقه راییه ورکړه.

یوه اونۍ مخکې د اکراین ولسمشر ویکتور یانوکویچ او د روسیې ولسمشر دیمیتري میدفیدیف په خارکیف کې دا موافقه منلې وه.