د قرغزستان د مخلوع ولسمشر ژوبڼ پیدا شو

په قرغزستان کې نن تحقیق کوونکو د لرې کړای شوي ولسمشر کورمانبیک باکییف یو شخصي ژوبڼ پیدا کړ. په دې باغ وحش کې د واورو د پړانګ په ګډون یو شمیر وحشي حیوانات ساتل کیږي.

دا ځناوران د قرغزستان په جنوب کې د جلال اباد د ښار په لمنو کې له یوه کوره پولیسو موندلې دي.

پولیسو د اپریل په څلوریشتمه د تاش بولک په کلي کې د باکییف پر شخصي کور چاپه واچوله.