په كونړ كې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره كيښودل شوه

د كونړد پوهنې رياست چارواكي وايې، چې نن په دغه ولايت كې د يو ښوونځي د بنسټ ډبره كېښودل شوه.

د كونړ د پوهنې رئيس سيد جمال الدين حسيني وايې، چې دغه ښوونځى د يارګل په سيمه كې جوړيږي، چې يو لك اواته زره ډالره لګښت لري او هندوستان يې وركوي.

نوموړى وايې، چې دغه ښوونځى به په نهو مياشتو كې بشپړ شي، چې اته درسي خونې لري او درې سوه زده كوونكي به په كې زده كړې كولاى شي.

د كونړ د پوهنې چارواكي وايې، چې په دغه ولايت كې ډير داسې ښوونځي شته چې ودانۍ نه لري.