د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارووزیری هیلری کلینتن پرون فرانسې ته د پاناما د پخواني مشرمانوېول نوریګا د سپارلو حکم لاسلیک کړ.
نوریګا، چې د مخدره موادو په جرم اولس کاله په متحده ایالاتو کې په زندان کې تېرکړی، ټاکل شوی وه چې سپټمبر کې خوشي شي.
د فرانسې یوې محکمې په ۱۹۹۹ کال نوریګا د توروپیسو د سپینولو په تور په غیاب کې محاکمه کړ او د لسوکالو بند سزا یې ورکړه، خو د فرانسې چارواکو ویلي، چې که نوموړی فرانسې ته وسپارل شي نو به له سره محاکمه شي.
د فرانسې د عدلي وزارت دا تایید کړه، چې فرانسې ته د نورییګا د سپارلو پروسه پیل شوی ده.
پاناما هم له امریکایي چارواکو غوښتې ده، چې نورییګا دی دی خپل اصلي هېواد ته وسپاري، چې د ۱۹۸۳او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د خپلې واکمنۍ په موده کې د سیاسي مخالفانو د وژنو په جرم محاکمه شي.
د امریکا پوځ په ۱۹۸۹ کال پر پاناما یرغل وکړ او نورییګا یې امریکا ته له دی هېواده د مخدره موادو د قاچاق په تور له نیول کېدو وروسته له ځان سره امریکا ته ولیږداوه، نوموړی ته درې کاله وروسته د بند سزا ورکړل شوه.