په كندز كې يو طالب قومندان نيول شوى

ايساف ځواكونه وايې، چې د كندز په شمال كې نن په يو هوايي بريد كې د طالبانو يو سيمه ايز قومندان او دوه تنه سلاكاران يې وژل شوي دي.

په هغه خبر پاڼه كې، چې په كابل كې د نړېوالو ځواكونو د قومندانۍ له خوا خپره شوې ده راغلي، چې د طالبانو دغه قومندان په لوېو تروريستي پېښو كې لاس درلود .

د يو بل خبر له مخې نړېوالو ځواكونو د كندهار په شمال كې د يو لړ پلټنو په ترڅ كې يو شمېر مشكوك مخالفين نيولى دى.

په يو بل خبر كې بيا د پكتيكا ولايت په شكين او ارګون ولسواليو كې د افغان او ايتلاف ځواكونو سره د طالبانو د نښتې خبر وركړل شوى چې دواړه خواوو يو بل ته د اوښتو زيانونو ادعا كړې ده.