د افغانستان د پوهنې وزارت د تړل شوېو ښوونځيو په پرانيستنه كې هڅې كوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايې، چې په هېواد كې په ځانګړي ډول جنوبي ولايتونو كې به د تړل شوېو ښوونځيو د بيا پرانيستې په برخه كې خپلو هڅو ته دوام وركړي .

د پوهنې وزارت وايې، چې په زابل كې يې د سيمه ايزو سپين ږيرو او مشرانو په مرسته دوه تړل شوي ښوونځي بيا پرانيستي دي.

ويل شوي، چې د قره باغ او خالد ابن وليد لومړني ښوونځي د امنيتي ستونزو له امله له مياشتو راهيسې د زده كوونكو پر مخ تړل شوي ول.

د افغانستان د پوهنې وزارت د چارواكو په وينا تر اوسه له دوه سوه اتياوو څخه زيات تړل شوي ښوونځي بيا پرانيستل شوي دي، خو شا او خوا څلور سوه ښوونځي لا هم په جګړه ځپلو سيمو كې د زده كوونكو پر مخ تړلې پاتې دي.