په هلمند کې په سلګونو کیلو ګرامه نشه يي او کیمیاوي مواد نیول شوي

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په هلمند ولايت كې په دوو جلا عملياتو كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي او كيمياوي مواد چې د هيرويينو په جوړولو كې كارول كيږي نيول شوي دي.

د كورنيو چارو وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې دا نشه يي مواد ځانګړو ځواكونو په پوځي عملياتو كې په ديشوى ولسوالۍ كې ترلاسه شوي دي.

په اعلاميه كې ويل شوي چې په نيول شوو نشه يي موادو كې شل كيلو ګرامه هيرويين، دوه سوه پنځه ويشت كيلو ګرامه ترياك او څه باندې زر كيلو ګرامه كيمياوي مواد شامل دي.

په خبرپاڼه كې ويل شوي چې د دغو نشه يي موادو په تور څلور كسان هم نيول شوي خو د دوى هويت نه دى څرګند شوى.