عمر: د کندهار د امنیت د ټینګښت لپاره یو امنیتي پلان جوړ شوی

د افغانستان د امنيت شورا په كندهار ولايت كې د بشپړامنيت د ټينګښت په هدف نن په يوه نوي امنيتي پلان بحث وكړ.

د ولسمشر كرزي وياند وحيد عمر نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې جمهور رييس كرزي د كابينې له ځينو غړو سره د دې پلان په اړه خبرې وكړې او تمه كيږي، چې دا پلان ډير ژرعملي او په كندهار ولايت كې د تروريستي فعاليتونو مخه ونيول شي.

دا امنيتي پلان د افغان امنيتي ارګانونو له خوا جوړ شوى، چې ترډېره يې د عملي كېدو مسووليت د بهرنيو ځواكونو په مرسته افغان ځواكونو ته سپارل شوی دى.

دا امنيتي پلان په داسې حال كې جوړ شوى، چې په دې وروستيو كې كندهار ولايت د ډيرو تروريستي پېښو او سيمه ايزو مسوولينو د وژل كېدو شاهد و.

نن هم په كندهار ولايت كې د يوه پخواني جهادي قومندان ورور د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.