د زابل په ولايت كې نن سهار په يوه ځان وژونكې حمله كې درې كسان وژل شوي اواوه تنه نورټپيان شويدي.
د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار ازادي راډيو ته وويل، چې دا ځان وژونكې حمله د شاه جوى په ولسوالۍ كې د يوې خصوصي امنيتي كمپنۍ په كاروان شوې ده.
د زابل د والي د وياند په خبره په دې پيښه كې د دې امنيتي كمپنۍ يوامنيتي كاركوونكى وژل شوى او نور قربانيان يې ملكي كسان دي.
ويل شوي چې د دې ځان وژونكې حملې په اړه دافغان او بهرنيو ځواكونو تحقيقات پيل شوي. لاتراوسه د دې حملې مسووليت كومې ډلې نه دى منلى.