د ناټو د پارلمان يو پلاوي له افغان چارواکو سره وکتل

د ناټو د پارلمان يوپلاوى چې له افغان چارواكو سره د خبرو لپاره كابل ته راغلى نن هم له افغان چارواكو سره خپلو خبرو او ليده كاته ته دوام وركوي.

دغه يوولس كسيز پلاوي تيره ورځ د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو سره وليدل او په بيلابيلو مسايلو يې ورسره خبرې وكړې.

د ملي شورا مطبوعاتي دفتر ويلي چې د ناټو د پارلمان دې پلاوي د ملي شورا له مشرانو سره په خبرو كې په ملكي برخوكې هم د پراخې مرستې ژمنه كړې.

د ناټو د پارلمان پلاوى په داسې حال كې افغانستان ته سفر كوي، چې د افغانستان خلك او دولت له نړيوالو ځواكونو څخه ډېر كله غوښتي، چې د ملكي تلفاتو د مخنيوي لپاره له افغان ځواكونو سره خپله هماهنګي زياته او په ملكي برخوكې هم خپلې مرستې ډيرې كړي.