د امريکا د دفاع وزارت د يوه امريکايي وژنه تاييد کړه

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون ومنله، په هغه ځان وژونکي بريد کې چې روانه اوونۍ کې په کابل کې وشو، يو امريکايي عسکر وژل شوى.

بريد د افغان ځواکونو په يوه پوځي اډه وشو، خو لا هم نه ده څرګنده چې بريد کوونکى څنګه دغه پوځي مرکز ته ننوت، د تېرې دوشنبې د ورځې په دې بريد کې ګڼ کسان ټپيان شوي هم وو.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په يوه راپور کې راغلي، ناټو ځواکونو له افغان پوځي چارواکو پوښتنې ګروېږنې پيل کړي، چې د دوى په يوه پوځي اډه کې څنګه دغسې يوه پېښه وشوه.

د شنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل، دوى ته دا معلومات نه دي ورکړل شوي، چې دا چاودنه، يو ځان وژونکى بريد و.

د دې بريد مسووليت تر پېښې څو شېبې وروسته وسلوالو طالبانو ومانه.

له پنټاګون څخه د خپرې شوې اعلاميې پر اساس، دغه شل کلن امريکايي عکسر د دوشنبې په ورځ په کابل کې په پېښه کې ووژل شو، په دې پېښه کې ګڼ امريکايي عسکر ټپيان شوي هم وو.