د ايران سپاه پاسداران وايې، د تېلو د ساحو په برخه کې تخصص لري

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ګارډ وویل، د تېلو د ساحو په پېژندنه کې کافي تخصص لري، چې غواړي د تېلو د نورو لویدیځو کمپنېو ځای ونیسي.

د دغه ګارډ د سیاسي دفتر مشر برید جنرال یاد اله جواني ایرنا خبري آژانس ته وویل، موږ کولای شو، لويې پروژې پیل کړو او د تېلو د شېل کمپنۍ ځای ونیسو.

د سپاه پاسداران انقلاب ګارډ، د صنعت اصلي بنیاد، د خاتم الانبیا د بیارغاونې او انرژۍ پروژې دي.

په ايران کې د فعالو لوېديځو کمپنيو فشار دى چې په دې هېواد کې دي خپل فعاليتونه کم کړي، ځکه ایران د اټومي پروګرام له کبله له نويو بنديزونو سره مخامخ دى.