د ورانكارو فعاليتونه ترباميانه رسيدلي

د باميان ولايت امنيتي چارواكي وايې، چې مخالفين په هڅه كې دي، چې خپل ورانكاره فعاليتونه دې ولايت ته وغزوي.

د باميانو د امنيې قوماندان عوض محمد نظيري نن ازادۍ راډيو ته وويل، هغه مخالفين چې د بغلان ولات په تاله و برفك په سيمه كې فعاليت لري، غواړې د خپلو ورانكارو فعاليتونو لمن د باميانو خواته هم پراخه كړه.

د باميان د امنيې قوماندان همدا راز زياته كه كړه، چې دوى په دې هكله د بغلان ولايت له چارواكو سره خبرې كوي، چې باميان ولايت ته د مخالفينو د نفوذ له پراخېدو مخنيوى وكړي.