په ننګرهار كې پر يو ملكي موټر بريد شوى

تېره شپه د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ ته نږدې، وسله والو پر يوه ملکي موټر بريد وکړ، چې په نتيجه کې یې د موټر پنځه تنه سپرلۍ وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وویل، دا کسان واده ته روان وو، چې نامعلومو کسانو ورباندې بريد وکړ.
د عبدالزي په وينا، وسله وال له پېښې وروسته تښتېدلي دي .

د پېښې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخیستی.