وسله والو طالبانو د افغانستان پولې ته د ۷ تنه پاکستاني عسکر وژلي

د پاکستان پوځ وایي، وسله والو د افغانستان پولي ته نږدي قبایلي سېمې کی د دوي په یوه کاروان حمله کړې او ۷ تنه عسکر یې وژلي دي. دا حمله د شمالی وزیرستان د داتا خیلو په سېمې کی شویده.

په دې حملې کې د پاکستان د پوځ ۱۶ عسکر ټپیان شوي هم دي او په تېرو څو میاشتو کی تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوی ده.

په عین حال کی نن د شمالی وزیرستان په میرعلی ښار ګوټې کی د هغو څلورو کسانو مړي ومیندل شول چی امریکاییانو ته د جاسوسۍ په تور وژل شوي دي.