ناټو د افغانستان په جګړه کې د پرمختګ په حال کې دی

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوغ رازموسین وایي، په افغانستان کې له امنیني ستونزو او د افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو روزونکو له کمښت سره سره، د شمالي اتلتنتیک د تړون سازمان د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په کار کې د پرمختګ په حال کې دی.

د ناټو عمومي منشي د ایستونیا په مرکز تالین کې د دې سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې د وینا په مهال وویل، ناټو به ډېر ژر د امنیتي چارو مسولیت افغان ځواکونو ته وسپاري.

رازموسین وویل:

"دا د پټولو کومه خبره نه ده، چې په افغانستان کې امنیتي وضعه له سترو ستونزواو ازمیښتونو سره مخامخ ده.

زیات شمېرهیوادونه چې استازي یې په مجلس کې حضور لري، د افغانستان په ماموریت کې یې عسکر وژل شوي دي خو موږ سږ کال زیات پرمختګ کړی دی.

په روان کال کي به تحرک زمونږ په واک کی وي."

ناټو او امریکا پلان لري، چې د ۲۰۱۱ کال په اوړي کې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د ناټو عمومي منشي د پنجشنبې په ورځ ویلي وو، د افغانستان د امنیتی ځواکونو د روزنې لپاره د نورو ۴۵۰ روزونکو اړتیا ده.