ټریمبلي: له وسلوالو مو د فعاليت ځواك اخستي دی

په افغانستان كې د ايساف او يا د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو وياند جنرال ټريمبلي

په افغانستان كې د ايساف او يا د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو وياند جنرال ټريمبلي له ازادي راډيو سره په يوه ځانګړي مركه كې وويل، چې دوى په سم لورې روان دي او له وسلوالو يې د فعاليت ځواك اخستي دی.

هغه وويل، چې په افغانستان كې د ښه حكومت دارۍ او امنيت د ټينګښت لپاره د نړيوالې ټولنې او افغان دولت هڅې موثره دي.

له جنرال ټريمبلي سره په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند مركه كړې.