د ټاکنو نوي رييس او د کمېسیون یو غړي نن لوړه وکړه

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون نوي ریيس او د كمېسيون يو بل غړي، نن د ولسمشر حامد كرزي په وړاندي لوړه وكړه.

د ولسمشر د رسنيو د دفتر په يوه اعلاميه كې راغلي، چې د انتخاباتو د كمېسيون نوي رييس فضل احمد معنوي او د كمېسيون يو بل غړي د جمهوري رياست د ارګ په ماڼۍ كې لوړه وكړه.

ښاغلى معنوي چې پخوا د دغه كمېسيون غړى و، اوس د ولسمشر كرزي له خوا د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون د ریيس په توګه ټاكلى شوى دى.

همدارنګه عبدالخالق حسيني چي پخوا د مشرانو جرګې غړى وو، اوس به د دغه كمېسيون د غړي په توګه كار كوي.

د قانون له مخې د كمېسيون ریيس او غړي د خپل كار تر پيل مخكې بايد د ولسمشر سره لوړه وكړي.