په نيمروز كې ځايي چارواكي وايي، چې له كابل نه يو پلاوې ورغلې څو د ايراني پوله ساتو ځواكونو د ډزو په اړه، چې په كې يو شمير عام افغانان ژوبل شوي څيړنې وكړي.
د نيمروز والي غلام دستګير ازاد، ازادي راډيو ته وويل، د ۱۳۸۸ لمريز كال له وروستيو څخه تراوسه پورې د ايران پوله ساتو ځواكونو لس ځله ډزې كړي، چې په كې د ده په وينا عام افغانان ژوبل شوي دي.
ښاغلي ازاد وويل، چې د ايراني ځواكونو سره د خبرو لپاره يو ګډ پلاوى ورغلى او د ايراني ځواكونو سره به د دا ډول پېښو د مخنيوی پر لارو خبري وكړي.
د ايراني پوله ساتو ځواكونو په وروستيو ډزو كې يوه كوچنۍ افغانه انجلۍ ژوبله شوې ده.