نن له غرمې مخکې خوست کې دوه چاودې وشوې

د خوست ولايت چارواكي وايي، چې نن تر غرمې وروسته، په ښار كې دوې چادنې شوي دي او يو تن يې ژوبل كړى دى.

دغه چاودنې چې د خوست د څارنوالۍ مخې ته شوي دي، د دغه ولايت د عامې روغتيا ریيس امير پاچا منګل وايي، چې د چاودنې له ځايه روغتون ته يو ژوبل كس ور وړل شوى دى.

په سيمه كې عيني شاهدانو ازادي راډيو ته وويل، چې په دغو چاودنو كې د امنيتي كسانو تر څنګ نور عام خلك هم ژوبل شوي دي.
د چاودنو مسووليت چا نه دى منلى.

د همدغه ولايت د باك ولسوال لطف الله بابكرخيل وايي، چې پرون دغه ولسوالۍ يو ساعته ژليو خورا ډېره ځپلې ده.

نوموړى وايي، چې د ۲۰۰۰ كورونو كروندې په پوره توګه له منځه تللي دي.

د باك ولسوالۍ خللكو له افغان دولته غوښتي چې ورسره بيړنۍ مرستې وكړي.