د ناټو غړي هېوادونو استازي په تالين کې سره راغونډيږي

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیران نن د استونیا په مرکز تالین کې په خپله غونډه کې افغان ځواکونو ته په افغانستان کې د امنیتي دندو د سپارلو پر پلانونو بحث
کوي.

چارواکي وايي هغه څه باندې شپږزره عسکر چې ټاکل شوې وه په روانه اونۍ کې افغانستان ته واستول شي په اروپا کې په الوتنو کې د خنډ له وجې ځنډېدلي دي.

او د نړیوال هوايي چلند اداره وايي چې د نړۍ په هوايي الوتنو کې د ځنډ له وجې هوايي شرکتونو شاوخوا یو اعشاریه اوه میلیارده ډالره تاوان ګاللی.