د نړیوال هوایي چلند ټولنه وایي، د ایسلنډ د اورغورځیدونکې پیښې له امله د اروپا پر سر د الوتنو ځنډ او خنډ لږ تر لږه هوایي چلند ته یو اعشاریه اووه میلیارډه ډالر زیان اړولی دی.
د نړیوال هوایي چلند مشر جیوواني بیسیګناني وویل،په الوتنو کې د دوه زره یولسم کال د سپتمبر له یولسمې نیټې راورسته چې په امریکا کې ترورستي بریدونه وشول، تر بل هر وخت ډیره ګډوډي رامنځته شوې ده:
((له لویه سره دغه بحران د نړېوالې هوایي کرښې نهه ویشت فیصده جدول ګډوډ کړ.
هره ورځ یو اعشاریه دوه میلیونه مسافر انتظار شول له دې یې تاسو بعد تعینولی شئ چې دا بحران څومره بد و او د سپتمبر د یولسمې تر پیښې یې تاثیر اوږد مهالی و.))
د اروپا اکثر مهم هوایي ډګرونه نن وروسته تر دې پرانیستل شول چې پرون ناوخته بریتانیا خپل هوایي قلمرو پرانیست.
هوایي شرکتونه اوس دا ستونزه لري چې خپل مهال ویش منظم کړي او خبر ورکوي چې تر څو پاتې شوي مسافر خپلو ځایونو ته رسوي، ورځې به واوړي.
د ایستلنډ د ملکي حمایت موسسې نن وویل چې د ورغورځولو شدت له تیرې اونۍ راپه دې خوا اتیا په سلو کې کم شوی دی.
وروسته تر دې چې اروپایي حکومتونو تیره پنجشنبې په ایس لنډ کې د اورغورځیدو له پیښې وروسته پریکړه وکړه چې هوایي قلمرو به بند کړي، په ملیونونو مسافر الوتنو ته انتظار شول.
متخصصانو خبرداری ورکړی دی چې د دې اورغورځیدو ایرې ښایي په هوا کې د الوتکو ماشنونه له کاره وغورځوي.