د سولې ملي مشورتي جرګه و ځنډول شوه

د سولې ملي مشورتي جرګه، چې ټاكل شوې وه د ثور په دولسمه نېټه جوړه شي، وځنډل شوه.

د افغانستان د پوهنې وزير او د سولي ملي مشورتي جرګې د تداركاتو كميسيون رئيس نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، دا جرګه درې اونۍ نوره هم وځنډول شوه او د ثور په وروستيو كې به جوړه شي.

هغه د دې جرګې د ځنډېدو علت تخنيكي ستونزې وبللې.

خو پخوا تر دې ځينې رسنيو خبر وركړى و، چې د سولې ملي مشورتي جرګه د امريكا متحده ايالاتو ته د ولسمشر حامد كرزي د سفر له امله ځنډول شوې.

تر دې اعلان مخكې د سولي د ملي مشورتي جرګې د تداركاتو د كميسيون چارواكو رسنيو ته ويلي و، چې دې جرګې ته ټولې تخنيكي چارې تقريبً بشپړې شوي دي.