په كندهار كې يو قومي مشر ووژل شو

نامعلومو وسلوالو كسانو د كندهار په سپين بولدك ولسوالۍ كې يو قومي مشر وواژه.

د كندهار مطبوعاتي دفتر نن خبريالانو ته وويل، د سپين بولدك ولسوالۍ د قومي شوار غړى بلو خان تېره شپه په خپل كور كې وژل شوى.

د راپورونو له مخې په كندهار كې د قومي مشرانو او دولتي چارواكو تروريستي بريدونه زيات شوى دي، چې د خلكو د اندېښنې سبب شوى چې تېره ورځ د كندهار د ښاروال مرستيال هم ووژل شو.

بل خوا د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار د طالبانو هغه ادعا رد كړه چې ويلي يې و، په شهر صفا ولسوالۍ او مركز كلات كې يې د سړك جوړونې د كمپنۍ په امنيتي كسانو څلور چاودنې كړي دي او شل تنه يې په كې وژلي.

رسوليار له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې چاودنې تاييد كړې خو ويې ويل، چې د سر زيان نه لري.