چك د افغانستان په لېرې پرتو سيمو كې مواصلاتي لارې جوړې كړي

ټاكل شوې، چې د اړو انسانانو په نوم د چك جمهوريت يوغير دولتي سازمان د افغانستان په لرو پرتو سيمو كې يو شمېر مواصلاتي لارې او استنادي ديوالونه جوړ كړي.

د چك دولتي اژانس خبر وركړى، چې د دې پروژو لګښت له څلور نيم لكو نه ډير دى چې اروپايي ټولنه يې وركوي.

په خبر كې راغلي چې د دې پروژې له لارې به له دوو زرو نه ډيرو خلكو ته د كار زمينه برابره شي او ټول به شاوخوا پنځه ديرش زره كسان ترينه ګټه واخلي.

سرچينه وايې، چې دا پروژې په هغو سيمو كې پلې كيږي چې اوسيدونكي يې له بې كارۍ ډير كړيږي.

د اړو انسانانو په نوم دغه غير دولتي سازمان د ۲۰۰۱ كال راهيسې په افغانستان كې فعاليت كوي او مخكې يې هم د بيارغونې يو شمېر پروژې پلې كړي دي.