ایران د یورانیمو د غني کېدو د نوي مرکز ځای مشخصوي

د ایران د اتومي پروګرام مشر نن وویل چې د یورانیمو د غني کولو د نوي بټۍ ځای به مشخص شي. علي اکبر صالحي هغه رپوټونه رد کړل چې مخکې ویل شوي و چې محمود احمدي نژاد د یوارنیمو د غني کولو ځای مخکې تعیین کړی و.

د ایران د اتومي پروګرام مشر د ایران د کار خبرې رسنۍ یا ایلنا ته وویل چې د نوي اتومي مرکز ځای تر اوسه نه دی ټاکل شوی خو موږ به وروسته په روان کال کې پریکړه وکړو.

د دوشنبې په ورځ د احمدي نژاد مشر سلاکار مجتبی ثمره هاشمي وویل، ولسمشر لږ تر لږه د یوه اتومي مرکز ځای تعیین کړی دی.

د دوه زره نهم میلادي کال په نومبر کې احمدي نژاد اعلان وکړ چې ایران به د یوارنیمو د غني کولو لس بټۍ جوړې کړې.