په پولنډ کې د ولسمشرۍ انتخابات له وخته مخکې ترسره کیږي

په پولنډ کې به د جون په شلمه د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي. په دغه هیواد کې وار له مخه د دې لپاره انتخابات کیږي چې ولسمشر یې لیښ کازینسکي د اپریل په لسمه په روسیه کې د الوتکې په پېښه کې مړ شو.

د پولنډ د پارلمان مطبوعاتي څانګې وویل چې د پارلمان رییس برونیسلا کوموروسکي چې سرپرست ولسمشر دی، نن یې د انتخاباتو نیټه اعلان کړه.