د یوکراین ولسمشر ویکتور یانوکوویچ هیله من دی چې نن به له خپل روسي سیال دیمیتري میدفیدیف سره د ګازو تړون وکړي.
دغه دوه مشران به نن د اکراین په خارکیف ښار کې غونډه وکړي. د غونډې په درشل کې د روسیې صدراعظم ولادیمیر پوتین د اکراین له صدراعظم میکولا ازاروف سره تر خبرو وروسته هیله وښوده چې د ګاز په برخه کې به تړون وشي.
د اکراین نوي مشران دې ته اړتیا لري چې له روسیې په ټيټه بیه ګاز واخلي، څو د روان میلادي کال د بودیجې مسوده تیاره کړي او د پیسو له نړیوال صندوقه بیا مالي اعتبار تر لاسه کړي.