د قرغزستان جلاوطنه ولسمشر کورمانبیک باکییف نن وویل چې دی لا هم د قرغزستان قانوني ولسمشر دی.
باکییف د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې موقته اداره چې د اپریل په اوومه یې واک ترلاسه کړ په رسمیت ونه پیژني، ځکه چې دا د غلو یوه غاصبه ډله ده.
باکییف د بلا روس په مرکز مینسک کې خبرې وکړې. دی مخکې قزاقستان ته تللی و او بیا بلاروس ته ولاړ.
بل لور ته د قرغزستان د موقت حکومت مشرې د بیلاروس پریکړه چې د کورمانبیک باکییف ته پناه ورکوي، غندلې ده.
روزا اتنبایوا نن خبریالانو ته وویل، چې دغه مجرم باید بیرته زموږ هیواد ته وسپارل شي.