د كندهار په سپين بولدك كې ځمكني ماينونه نيول شوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايې، د كندهار ولايت په سرحدي سپين بودلك ولسوالۍ كې يې له پنځوسو ډير ځمكني ماينونه نيولي دي.

د كورنيو چارو وزارت په يوې مطبوعاتي اعلاميې كې ويلي دي، چې دغه ماينونه د مېوو په يوه كريټ كې ځاى پر ځاى شوي و.

په دې اړه ډير توضيحات نه دي وركړل شوي.

د يوه بل خبر له مخې پوليس وايې، د هلمند د مارجې په سيمه كې يې په يوې نښته كې يو وسلوال مخالف وژلي او دوه نور يې ټپيان كړي دي، خو
وسلوالو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه تبصره نه ده كړې.