مزارشریف کې ۲ تنه له شپږو کړیو ماینونو سره نیول شوي

د مزار شريف امنيتي چارواكي وايي، چې دوه تنه يې له شپږ كړيو ماينونو سره نيولي، چې غوښتل يې په دغه ښار كې چاودني وكړي.

د بلخ ولايت امنيه قوماندان سردار محمد سلطاني ازادي راډيو ته وويل، چې دغه دوه تنه تېره ورځ ناوخته نيول شوي.

نوموړي وويل، دغه ماينونه د كندز څخه مزار شريف ښار ته په يوه موټر كې را وړل شوي او له دغو ماينونو څخه په ځان وژونكو حملو كې هم كار اخيستل كېدى.

راپورونه وايي، چې په دې وروستيو كې په بلخ ولايت كې سړي تښتوني او وژنې ډيرې شوي دي.