بشکیک کې د روسي نژادو شتمنۍ چور تالان شوې

رپوټونه وايي چې د قرغزستان په مرکز بشکیک کې د امنیت د تامین او ثبات لپاره ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ قرغزیانو د روسي نژادو پر شتمنیو حملې وکړې او چور تالان یې ګډ کړ.

په عین حال کې د قرغزستان د شړل شوی جمهور ریس قربانبیک باقیف په اړه ډير معلومات نشته.

رپوټونه وايي، چې باقیف د دوشنبې په ورځ له قزاقستان څخه د یوه نامعلوم ځاي په لوري ولاړ.

د دوشنبې په ورځ د قرغزستان موقت حکومت چې لا تراوسه د نړیوالې ټولنې له خوا په زغرده په رسمیت نه دی پیژندل شوی، د اصلاحاتو د راوستلو او د ډیموکراسۍ د اصولو د عملي کولو، د خپلواک پارلمان د رامتځ ته کولو او په راتلونکو شپږو میاشتو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کولو ژمنه وکړه.