پاکستاني مقاماتو له اروپايي مقاماتو سره غونډه وځنډوله

پاکستاني مقامات وایي، چې له اروپايي مشرانو سره یې د چهارشنبې د ورځې لپاره پلان شوې غوڼډه د ایسلنډ د اور غورځونکو غرونو د دود د خپریدو او د نړیواولو پروازونو له ځڼډو سره تر بلې نیټې معطله کړې ده.

د ایسلنډ د اتشفشاني غرونو دود په اروپايي هیوادونو کې له څو ورځو راهیسې په لویو هوایي ډګرونو کې پروازونه له خڼډ سره مخامخ کړي دي.

ټاکل شوې وه، چې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلان په برکسل کې په دې غوڼډه کې چې سبا جوړیدونکې وه برخه واخلي. د پاکستاني مقاماتو په حواله، ټاکل شوې چې دا غوڼډه په نږدې راتلونکې کي وشي.

د اروپايي هیوادونو کلنۍ غونډې ته د پاکستاني مقاماتو وربلل د افراطیت څخه موجودو اندیښنوته په پام د اروپا لخوا د پاکستان پر اهمیت ټینګار څرګندوي.