ناټو: د افغان سرتېرو روزنې لپاره ۴۵۰ نورو روزونکو ته اړتیا ده

د ناټو عمومي منشي د دې تړون پرغړو غږ وکړ، چې د افغانستان د پولیسو او اردو د ځواکونو د روزنې لپاره دې څلورنیم سوه نور روزونکي پیدا کړي.

اندریس فوګ راسموسن پرون په بروسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو له غونډې مخکې، چې ټاکل شوې ده، د پنجشنبه په ورځ د استونیا په مرکز تالین کې جوړه شی، خبریالانو ته وویل د انتقال د پروسې د تطبیق لپاره موږ دې ته اړتیا لرو، چې په دې برخه کې افغان امنیتي ځواکونه خپل رول ولوبوي، دا په دې مانا چې موږ د هغوی د روزلو لپاره روزونکو ته اړتیا لرو، موږ تراوسه د څلورنیم سوه روزونکو له کمې سره مخامخ یو.

راسموسن زیاته کړه، دا یوه ډیر لږ رقم دی خو اغیز یې ډیر زیات دی.

نوموړي د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو وغوښتل، چې خپلې هڅې دې په کار واچوي ترڅو وکولای شي په افغانستان کې د ناټو د دغه ماموریت لپاره مهمی منابع پیدا کړي.