دامریکا د دفاع وزیررابرت ګېټس وايي، ده په دی اړه چې د ایران له اسلامي جمهوریت او د دې هیواد د اټومی پروګرام په برخه کې په راتلونکي کې کوم ګامونه اوچت شي، خپل یادداشت د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت ټیم ته سپارلی دی.
د دفاع د وزیر د دفتر له خوا پرون په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ګیټس وویل، دغه یادداشت په تیره جنورۍ میاشت کی استول شوی او د ایران په وړاندی د امریکا د دفاعی پلانونو د پروسې ترڅنګ راتلونکي اقدامات پکې په نښه شوي دي.
په یاداشت کې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د نورو بحثونو او د پالیسۍ د پریکړو یادونه هم شوې ده.
دامریکا د د فاع وزیر اعلامیه زیاتوي چې د ده څرګندونې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شنبې ورځی په ګڼه کې غلطې تعبیر کړي او لیکلي یې دي چی دده یاداشت سپینی ماڼی ته یوخبرداری دی چی ځان بیدار کړي ځکه چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره یوه اغیزمنه ستراتیژي نلري.