په عراق کې ځینې رایې له سره شمېرل کېږي

په بغداد کې نن یوه پلټونکې ډله وګومارل شوه چې د عراق د مارچ د اوومې نېټې د عامو انتخاباتو د بغداد رايې له سره وشمېري .
د عراق د انتخاباتو کمیشنرحمدیه الحسیني وویل د رایو بیا شمېرنه به ژر پیل شي .
د عراق د پارلمان په ۳۲۵ چوکیو کې ۶۸ چوکۍ له بغداد سره تړاو لري .
د عراق د شیعه صدراعظم نوري المالکي ډله هڅه کوي چې د انتخاباتو ځینې رایې بیا وشمېرل شي . د مالکي پلویانو تر علوي وروسته تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلي دي .