کندهار کې د ۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي

د كندهار ولايت د ملي اردو ځواكونو وايي، چې د دولت دوه وسلوال مخالفين يې وژلي دي .

په هغه خبرپاڼه كې چې د افغانستان د ملي دفاع له وزارت څخه خپره شوې راغلي، چې دغه مخافين د كندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ په علي اباد سيمه كې وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې د ملي اردو ځواكونو د نړيوالرو ځواكونو سره په همكارئ په صبريو ولسوالۍ كې په يو لړ عملياتو كې يو تن د دولت مخالف كس وژلى او يو بل يې نيولى دى.

دغه شان د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ كې هم څلور كس مشكوك كسان نيول شوي دي.

طالبانو د دغو پيښو په اړه څه نه دي ويلي.