د هلمند د خبریالانو ټولنه د ایټالويانو په بې ګناه اعلانولو خواشینه دي

د هلمند ولايت د خبريالانو ټولنې د هغو درې تنو ايټاليويانو په خوشې كولو خواشينې څرګنده كړه، چې تيره اونۍ د هلمند والي د وژنې لپاره د دسيسې په جوړلو او يو شمير نورو تروريستي عامالو تورن ګڼل شوي وو.

د هلمند ولايت د خبريالانو ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د نيول شويو كسانو په وړاندې د كره شواهدو سره سره بيا هم دوى بې ګناه پيژندل شوي او خوشې شوي دي.

د هلمند د خبريالانو ټولنې دغه شان په كابل كې د خبريالانو په بيلابيلو ټولو انتقاد كړى او ويلي يې دي په داسې حال كې چې نيول شوي كسان د افغان خبريال اجمل نقشبندي او د ده د موټر چلونكي د وژنې په قضيه كې هم ښكيل بلل شوي ول خو د خبريالانو ټولنو د دغو كسانو د بې ګناه خوشې كېدلو په اړه د اعتراض غږ پورته نه كړ.

دغه درې تنه ايټالياويان او شپږ كسه افغانان تيره اوونۍ د لښكرګاه په ايمرجنسي روغتون كې د يادو شويو عمالو په تور نيول شوي وو خو د مركزي دولت له خوا بې ګناه وپيژندل شول او بېرته خوشې شول.