خوست کې یو تن سوداګر د سړي تښتوونکو له منګلولو وژغورل شو

د خوست ولايت امنيتي ځواكونه وايي، چې د يو شمير سړي تښتوونكو سره په نښټه كې يو نارينه او يوه ښځه ټپيان شوي دي خو يو سوداګر يې د سړي تښتوونكو له منګولو ژغورلى دى.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت ويلي چې څلور كسو سړي تښتوونكو غوښتل د يو موټر پلورنځي خاوند وتښتوي خو د امنيتي ځواكونو د ګړندي او پر وخت اقدام له امله دغه سوداګر د تښتوونكو له منګلو وژغول شو او دوه كسه سړي تښتوونكي هم ونيول شول.

ويل شوي چې دوه كسه تښتوونكي په تيښته بريالي شوي دي.