پولنډ او روسیه سره پخلا کېدل غواړي

ښکاري چې پولنډ او روسیه د پولنډ د فقید ولسمشر لیخ کچینسکي د مړینې له پېښې وروسته په خپلو کې د پخلاینې لپاره ګامونه اخلي.

لیخ کچینسکي او د پولنډ د حکومت د چارواکو په ګډون ټول ۹۵ تنه پولنډیان د روسیې په خاوره کې د الوتکې د سقوط په یوه پېښه کې ووژل شول.

د روسیې ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف چې د کچینسکي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره کرکوف ښار ته تللی و، پرون وویل، چې د پولنډ د ولسمشر د مړینې تراژدي ښايي د روسیې او پولنډ خلک نور هم سره نژدې کړي.

وروسته راپور ورکړل شو، چې د پولنډ موقت ولسمشر برونیسلاو کوموروفسکي په دوهمه نړیواله جګړه کې دبري د ۶۵ کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې چې په مسکو کې جوړېږي، د روسیې د ولسمشر بلنه منلې ده.

د کرکوف مسیحي مشر چې د فقید کچینسکي د جنازې مراسم یې تر سره کړل هم د الوتکې له سقوط وروسته د روسیې د مرستو او ملاتړ په خاطر د ولسمشر مېدوېدېف مننه وکړه، ویې ویل چې دا اقدامات د پخلاینې لپاره امېدبخښونکې دي.

د پولنډ فقید ولسمشر لیخ کچېنسکي له کمونیزم سره مخالف و، تل یې د ده په وینا د روسي امپریالیزم پرضد ویناوې کولې او له پولنډ سره د اروپايي ټولنې، ناټو او امریکا د ښو اړیکو لپاره یې هڅه کوله.

پولنډۍ الوتکې د اپرېل په لسمه نېټه په داسې حال کې سقوط وکړ، چې د پولنډ دولتي هیات د پخواني شوروي قواوو له خوا د کاتین په نوم ځنګله کې د څه باندې شل زره پولنډي پوځیانو او روشنفکرانو د ګڼې وژنې د اویایم تلین په مراسمو کې د ګډون لپاره روسیې ته روان و.