عبدالخالق حسیني پشه يي د ټاکنو د کمیسیون د غړي په توګه وټاکل شو

د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د نویو تعیناتو په لړ کې ولسمشر حامد کرزي د مشرانو جرګې د اداري هیات یو پخوانی غړی د دې کمیسیون د غړي په توګه ټاکلی دی.

ولسمشر د فرمان له مخې عبدالخالق حسیني پشه يي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړي په توګه ټاکل شوی دی.

ویل کېږي، چې ښاغلی حسیني پشه يي د فضل احمد معنوي پرځای چې اوس د دې کمیسیون د مشر په توګه کار کوي، ټاکل شوی دی.

عبدالخالق حسیني پشه يي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دی او نور همکاران به یې هڅه وکړي، چې د کمیسیون فعالیتونه په شفاف ډول پرمخ ولاړ شي او راتلونکي انتخابات هم په شفاف ډول، ترسره شي.

په پام کې ده ولسمشر حامد کرزی په نژدې راتلونکي کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا مشر هم معرفي کړي.