د پولنډ ولسمشر او د هغه مرمین د یوې تاریخي کلیسا په انګړ کې ښخ شول

د پولنډ د ولسمشر لیخ کچیینسکی او د هغه د میرمنې جنازې پرون د جنوبی کراکوف ښار د ویویل ماڼۍ د تاریخی کلیسا په انګړ کې چې د پولند پاچایان، ملي اتلان او نور مخور کسان په کې ښخ دي خاورو ته وسپارل شوی.

کاچینسکی او مېرمن يې پرون یوه اونۍ وروسته له هغې خاورو ته وسپارل شول، چې په پولنډ کې د دوی د الوتکې د راغورځیدو له امله یوه اونۍ ویر اعلان شوې وه.

تېره اونۍ د اپریل په لسمه د روسيې په لويديځ کې په دې پېښه کې د پولنډ د جمهوررییس او میرمنې سربیره نور څلور نوي کسان هم وژل شوي دي.

د روسیې جمهوررییس دیمېتري میدویدیف د کاچینسکی او د هغه د میرمنې د جنازې په دولتي مراسمو کې د ګډون لپاره کراکوف ته لاړ خو د اروپا د هوایي قلمرو ډیرې برخې ته د ایسلنډ د اورغورځونکي غره د ایرو د خپرېدو له امله د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د نړی په لسګونو مشرانو د جنازې په پرونیو مراسمو کې خپل ګډون لغو کړ.