طالبانو د ISI دوو برمته شویو چارواکو ویډیو خپره کړه

پاکستاني طالبانو د پاکستان د پوځ د استخباراتو د ادارې ISI د هغو دوو پخوانیو چارواکو ویډیويي تصاویر خپاره کړي دي، چې د دوی په وینا د طالبانو د ښمنان دي او اوس له دوی سره برمته دي.

د تېرې مارچ د مياشتې پر شپږويشتمه نېټه د پاكستان د ISI د دوو پخوانيو مشرانو كرنل امام او خالد خواجه د ناڅاپي وركېدو خبر وركړل سو، اوس د دوى ويډيويي تصاویر د پاكستان د دنيا په نامه يوه شخصي ټلويزیون خپاره كړې دي.

طالبانو ويلي دي، چې د ISI دغه دوه پخواني مشران له دوى سره برمته دي او كه په پاكستان كې د طالبانو نيول شوي مشران ملابرادر، منصور دادالله او ملا كبير په لسو ورځو كې دننه خوشي نه شي نو دوى به كرنل امام او خالد خواجه و وژني.

د ISI دغه پخواني مشران له كوهاټ څخه شمالي وزيرستان ته پر لاره وو، چې ناڅاپه تري تم شول او وروستۍ تر لاسه شوې ويډيو وښووله چې دوى هلته د وسلوالو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.

د طالبانو له خوا په دې خپره شوې وېډيو كې لومړى كرنل امام او بيا خالد خواجه را څرګندېږي. خالد خواجه وايي، چې دوى د جنرال اسلم بېګ، حميدګل او كرنل سجاد په وينا شمالي وزيرستان ته تلل، خو كرنل امام بيا وايي چې دوى له جنرال اسلم بېګ سره تر سلا مشورې وروسته شمالي وزيرستان ته سفر كاوه.