بیګاه د افغانستان مرکزي برخه زلزلې ولړزوله

د راپورو له مخې یوې زلزلې چی قدرت یې دریښتر په مقیاس ۵،۳ ښودل شوی، تیره شپه د افغانستان مرکزي برخه ولړزوله.

د امریکا د جیولوژۍ د تحقیقاتو مرکز وايي، دا زلزله د شپې په دولسو بجو او اته پنځوسو دقیقو وشوه او مرکز یې د کابل د شمال لویدیځ په ۱۹۰ کیلومتره او د مزارشریف ښار د جنوب ختیځ په ۱۲۵ کیلومتره واټن کې ترځمکې لاندې وو.

تراوسه د دې زلزلې له امله خلکو ته د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوی.