د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايې، تېره اونۍ د افغان پوليس لپاره له تاوتريخوالي ډكه وه.
د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې شل پوليس وژل شوي او شاوخوا څلويښت نور ټپيان شوي چې په دې توګه د پوليس په تلفاتو كې څلويښت فيصده زياتوالى ښيي.
نوموړي وويل، چې پوليسو ته زياتره مرګ ژوبله د ماينونو په چاودنو او د وسلوالو مخالفينو په بريدو كې رسيدلې.
هغه همداراز په تېره اونۍ كې د پوليسو له لاسته راوړنې هم يادونه وكړه او ويې ويل، پوليسو پنځه ديرش تنه د تروريستي بريدونو په تورنيولي دي.
همدا راز نه ديرش ډوله بېلابېلې وسلې او ۱۹۲ ماينونه يې هم كشف او نيولي دي.