افغان دولت بايد د پښتنو سيمو ستونزې هوارې كړي

د افغانستان د هغو ولايتونو چې زياتره اوسيدونكي يې پښتانه دي په لسګونو استازو نن په كابل كې د يوې غونډې په ترڅ كې له افغان دولت نه وغوښتل چې د سيمو ستونزې يې هواري كړي.

په دې غونډه كې د شپږ ويشتو ولايتونو استازو نا امني او د بيارغونې د پروژو نه تطبيق كېدل د خپلو سيمو له مهمو ستونزو څخه وبللې، چې د خلكو د اندېښنو سبب شوي.

د ولسي جرګې يوه غړي محمد داود سلطانزوى وويل، په دې غونډه كې به د يادو شوېو ستونزو په هوارولو هم غور وشي.

بل خوا افغانستان د جمهوري رياست د چارو د ادارې وياند فيضي ځدراڼ ازادۍ راډيو ته وويل، چې حكومت به د ستونزو د هوراولو لپاره د غونډې د برخه والو په وړانديزونو غور وكړي.